June 23, 2009

ای زما وطنه

ای زما وطنه
ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما
ای زما وطنه
عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما
ای زما وطنه

شعر -- پـوهـېـږم زه دربـانـدې ګــران یم خو وئــیـلــی نـشې

پـوهـېـږم زه دربـانـدې ګــران یم خو وئــیـلــی نـشې
اقــرار د مـیـنـې کـــول غـــواړي خـو کـولـی نـشې
خـدائ خـبـر څه فکـر دې یـوسـی چې راګوري ماته
څه دې په زړه وی خـو پــښـتو دې ماتــولــی نــشې
خـوره قــسمونــه پــروانــشــته لا تــوبــې اوبــاســه
زمــااشـــنـا زمـــا اشــــنا مــــا هــــېــولـــی نــشــې
چې زه یم ویــښ خــوبونه نه راځی سوچونه کووم
تـه بــه هــــم چــرې تــر ســبا اوده کــېـدلــی نــشـې
لایــقه زړه چـې دې را ډک شـی نـو رښــتـیا اووایـه
ولــې پــه چــغــو بــې اخـتــیـاره ژړېــدلــی نــشــې

شعر -- دا ســــــتا د زړه و خــواته در روان دی بل سړی

دا ســــــتا د زړه و خــواته در روان دی بل سړی
زه نه يــــــم اوس مالک د دا مکان دی بل سړی
***
ددغـــــه ښـــــــار ځپلي کـــــه نازېږي ټـــول په ما
ددغــه ښار پر ښکلو باندې ګران دی بل سړی
***
زه نه يــــــم، زه خو ستوري هومـره لري يم اشنا
ستا شونډو ته نزدې لــکه پېزوان دی بل سړی
***
پخـــــــوا به دې تـــــل زه درګډولم په خــپل غم
خونن دې لوند د اوښکو په باران دی بل سړی
***
دروېشه په دې کلــــــي کې دی دا عجب رواج
چې تـُــوري يوسړی وهي او خان دی بـــل سړی
***

شعر

چې بې ننک اوبې پښتو وي پښتون نه دى
چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى
***
پښتون هغه دى چې غم دتمام قوم خوري
چې د ځان په جګېدو وي پښتون نه دى
***
د پښتون نظر مدام په ننګ و نام وي
چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى
***
پښتون هر کله طالب د خپل شرف دى
چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى
***
پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وي
چي په دروغ يې ګفتګو وي پښتون نه دى
***
پښتون نه شي باداري د چا منلى
چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى
***
په نصيب دملنګ جان دغه مسرې شوې
چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى
***

About "Zwan Adabi Baheer, Pune"


Zwan Adabi Baheer, Pune :
ځوان ادبي بهير٬ پوني
The circle was established on 1st June 2009 in BT Kawade Road , Pune by the Pashtoon bachelors in Pune University , it was the first sitting where the main principles of the circle produced as follow:
1) Name of the circle is “Zwan Adabi Baheer, Pune” which means The Young Literary Circle in Pune.
2) The circle belongs to Pashtoon bachelors in India .
3) The circle refers not to any politics, but it refers only to Pashto literature.
4) The only objective of the circle is the progress and growth of Pashto language.
5) The main function of the circle is to foster Pashto literature among the young generation and attempts to kindle the candles of poems in their hearts.
6) The circle extremely attempts to bring in existence an environment of brotherhood and sympathy among the bachelors.
7) The circle attempts to publish a brochure or magazine soon, which will have non political subjects in both Pashto and English.
8) The circle respects all nations, races and languages and does not act against any nation, race, language or religion.
9) The circle has to have one session in two weeks.
10) Poem and prose both are to be discussed in the session.
11) The leadership of the circle elected for six months by all the members as follow:
a) The chairman of the circle is Mohammad Abrahim Mamoond.
b) The deputy chairman of the circle is Bashir Ahmad Kamran. Deputy Chairman also performs functions of the secretary.
c) The financial accountable of the circle is Shafiqullah Khaksar.
The above principles were produced in the first sitting by all the members and are acceptable to them.

:د "ځوان ادبي بهير٬ پوني" په اړه

:ځوان ادبي بهير٬ پوني
د بهير د بنسټ ډبره د پوني پوهنتون د پښتنو زدكړيالانو له خوا د ٢٠٠٩ كال د جون په لومړۍ نېټه د پوني ښارپه بي ټي كواډي كې كېښودل شوه٬ همدغه يې د پېل ناسته وه۰ د ناستې برخه والو د بهير لپاره لاندې ټكي د اساس په توګه ومنل:
١) د بهيرنوم به "ځوان ادبي بهير٬ پوني" وي٠
٢) بهير يواځې په هندوستان كې پښتنو زدكړيالانو پورې اړه لري٠
٣) بهير كوم سياسي اړخ نه لري٬ يواځې او يواځې ادبي هڅې كوي٠
٤) ټولنه يا بهير يواځې او يواځې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په موخه ده٠
٥) د ټولنې يا بهير اصلي كار د ځوانانو ترمنځ د پښتو شعر او ادب دودول دي او هڅه كوي چې د ځوانانو په زړونو كې د شعر ډيوې بلې كړي٠
٦) ټولنه د زدكړيالانو ترمنځ د ورورۍ او خواخوږۍ فضا د رامنځته كولو لپاره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كوي.
٧) بهير هڅه كوي چې ډېر ژر د مهالنۍ څښتن شي٬ كومه چې به په پښتو او انګرېزي غير سياسي مطالب خپروي٠
٨) ټولنه يا بهير ټولو ملتونو٬ ژبو او نژادونو ته درناوى لري او د كوم ملت٬ ژبې٬ نژاد يا مذهب په ضد فعاليت نه كوي٠
٩) ټولنه بايد په دوه اونيو كې حتماً يوه غونډه ولري٠
١٠) په غونډه كې بايد په شعر او نثر دواړو خبرې وكړل شي٠
١١) د ټولنې يا بهير مشرتابه ډله د بهير د غړو له خوا د شپږو مياشتو مودې لپاره په لاندې ډول وټاكل شوه
الف) د ټولنې مشر يا رأيس محمد ابراهيم ماموند دى٠
ب) د ټولنې مرستيال بشير احمد كامران دى٠ د منشي توب چارې هم مرستيال په غاړه لري٠
ج) د ټولنې د مالي چارو مشر شفيق الله خاكسار دى٠
دغه پورته د اساس ټكي د بهير د غړو له خوا د پېل په غونډه كې رامنځته شول او دوۍ ټولو ته د منلو وړ دي٠