June 23, 2009

شعر

چې بې ننک اوبې پښتو وي پښتون نه دى
چې د قوم په شرمېدو وي پښتون نه دى
***
پښتون هغه دى چې غم دتمام قوم خوري
چې د ځان په جګېدو وي پښتون نه دى
***
د پښتون نظر مدام په ننګ و نام وي
چې نظر يې په پيسو وې پښتون نه دى
***
پښتون هر کله طالب د خپل شرف دى
چې طالب دپيسنو سرو وي پښتون نه دى
***
پښتون تل پخپله ژبه ټينګ ولاړ وي
چي په دروغ يې ګفتګو وي پښتون نه دى
***
پښتون نه شي باداري د چا منلى
چې اختيار يې دپردو وي پښتون نه دى
***
په نصيب دملنګ جان دغه مسرې شوې
چې خپه په دې مسرو وي پښتون نه دى
***

No comments:

Post a Comment