June 23, 2009

شعر -- دا ســــــتا د زړه و خــواته در روان دی بل سړی

دا ســــــتا د زړه و خــواته در روان دی بل سړی
زه نه يــــــم اوس مالک د دا مکان دی بل سړی
***
ددغـــــه ښـــــــار ځپلي کـــــه نازېږي ټـــول په ما
ددغــه ښار پر ښکلو باندې ګران دی بل سړی
***
زه نه يــــــم، زه خو ستوري هومـره لري يم اشنا
ستا شونډو ته نزدې لــکه پېزوان دی بل سړی
***
پخـــــــوا به دې تـــــل زه درګډولم په خــپل غم
خونن دې لوند د اوښکو په باران دی بل سړی
***
دروېشه په دې کلــــــي کې دی دا عجب رواج
چې تـُــوري يوسړی وهي او خان دی بـــل سړی
***

No comments:

Post a Comment