January 9, 2010


غزل
ضیا‌‌ءالله محمدی

یو ځـــل مـــې خوا له په څــــــپو کې راشــــــــه
په کــــــږلېچــــونــــــو په اغـــــزو کې راشــــــــه
یو ځــــل به بیا په هــــــم آغــــوش شــــــو دواړه
د تــــــورو ســـترګــو په بڼــــــو کــــــې راشــــــه
تا چــــــې پــرون څــــومـــــره بلغــــــاک کــــــولو
په ســـحرګه په ســــرو ســــــلګو کـې راشــــــه
چـــې مــــــې رازونه درتــــــــه ټــــــول ووایــــــم
هغــــــه سطـــرې له جلــــــتو کــــــې راشــــــه
چې مې زړګی درتــــه ښېـــرې و نـــــه کــــــړي
داسې په ســـــــــرو کڼــــــو غرمو کې راشــــــه
ګـــــوره په شــــــرنګ دې څــــــوک و نه پوهیږی
داســــــې په ورو ورو قــــــدمو کـــــې راشــــــه
زه دې راتــــــګ په انتــــــظار کــې ناســــــت یم
خوا له مې ســــرو ســــــرو اننـــګو کـې راشــــه
د ضــــــیاء زړګــــــی خـو درته ښــــــه معلوم دی
جــــــګه د مــــــینې په زانــــــګو کـــې راشــــــه

09-03-15 پونا هندوستان

No comments:

Post a Comment