January 9, 2010

د هارون باچا سره مرکه

د هارون باچا سره مرکه

مرکه کوونکی : محمد ابراهیم ماموند

ښاغلی هارون باچا د محمد جمیل باچا ځوۍ د ۱۹۷۲ زیږدیز کال جولای په ۲۷مه د پښتونخوا د سوابۍ ولسوالۍ په پنجپیر کلي کې زېږېدلی دی.
نوموړی د مذهبي کورنۍ پاچایانو/ باچایانو (سیدانو) سره تړاو لري، خپلې لومړنۍ زده کړې یې په پنجپیر دولتي عالي ښوونځي کې او منځنۍ او لوړې زده کړې یې په ۱۹۹۲ ز کال په ایډوارډز کالج کې سرته رسولي او په ۱۹۹۴ز کال یې د پېښور پوهنتون څخه په ټولنیزو چارو کې ماسټري اخیستې.
لومړنۍ سندره یې (خلک بدل شو که بدل شولو وختونه ـ جینکۍ نه راځي ګودر ته) په ۱۹۹۲ز کال کې د پاکستان تلویزیون د پېښور په څانګه کې ریکارډ کړه، لومړنی والیوم یې (د رنګونو ماښام) په ۱۹۹۶ کال مارکېټ ته راغې چې ورپسې یې بل والیوم (غونچکونه) هم مارکېټ ته راغې چې سندرې، غزلې او ټپې پکې وې.
ده په خپلو کسټونو او د تلویزیون په پروګرامونو کې د پښتو د کلاسیک او اوسني وخت د نومیالیو شاعرانو کلام ویلې دی، لکه رحمان بابا، خوشال خان خټک، عبدالحمید مومند، علی خان، حمزه شینواری، غني خان، اجمل خټک، خاطر اپریدی، رحمت شاه سایل، اکرام الله ګران، شمس القمر اندېش ، عبدالرحیم روغانی، اباسین یوسفزی او عزیز منیروال.
ده د شعر هر ټولګی وئیلې دی خو پښتو ټپه یې په هسې انداز وئیلې چې هېڅ بل سندرغاړی یې نه شي رالاندې کولې، په ۱۹۹۸ کال کې یې د پښتو ټپې یو طرز ریکارډ کړ (اول به کله کله غم ؤ) چې هغه البم د پښتو کسټونو په تاریخ کې د خرڅ ریکارډ جوړ کړ. دغه ټپې بیا په اردو کې ریکارډ شوې او وروسته هندوستان ته ولاړې. ده په موسیقۍ کې یواځې پښتو ټپه هسکو پوړیو ته نه ده رسولې، بلکې په نظم او غزل کې یې هم نوي سبکونه رامنځ ته کړل او په موسیقۍ کې یې وخت په وخت نوې تجربې وکړې، نوموړي د ۲۰۰۱ ز کال د تر ټولو غوره روښان سندرغاړي سیمئیزه جایزه تر لاسه کړه.
ښاغلې هارون باچا د ۲۰۰۸ ز کال راهیسې په امریکا کې اوسیږی. ما ورسره د چينه مجلې لپاره مرکه کړې, راځئ ولولو چې دی په خپله څه وایي.
چینه: تاسو څنګه د موسیقۍ ډګر ته راغلئ؟,
هارون باچا: لکه څنګه چې وایي، د ورکوټوالي نه مې ساز او اواز خوښ ؤ، په ښوونځي کې به مې قرئت مې د سندرغاړي په حیث پېژندګلو بیامونده، د کور نه د اجازت ترلاسه کېدو وروسته د کالج د انګرېزي ښوونکي ښاغلي ضیاءالقمر PTV ته بوتلم او سمدستي راته د خپل هنر خپل ولس ته د وړاندې کولو موقع راکړی شوه.
چینه: د موسیقۍ ډګر ته په راتګ مو د کورنۍ عکس العمل څه ؤ؟
هارون باچا: زما د وېرو ترهو برخلاف، زما کورنۍ ماته په ډاګه د موسیقۍ کولو اجازت راکړو، د هغې وجه داده چې زما مشرانو تعلیم کړی دی او سوچ نظر یې پراخه دی. زما د خپلو زده کړو لړۍ هم سمې روانې وې نو ځکه راته اجازه په اسانه ترلاسه شوه. زما نورو خپلو خپلوانو او ملګرو هم زما د فن ډاډګېرنه راکړه.
چینه: تر اوسه مو څومره کسټونه کړي وی؟
هارون باچا: د کسټونو شمېر به مې د شااوخوا څلوېښت وي.
چینه: د موسیقۍ زده کړې مو له چا کړي دي؟
هارون باچا: د موسیقۍ باقاعده زده کړې مې نه دي کړي. د پېښور سندرغاړو سره مې ناسته پاسته وه او دغه شان په غیر رسمي توګه مې زده کړه شوې ده.
چینه: تاسو خپله د چا سندرې خوښوﺉ؟
هارون باچا: ځینې مستند سندرغاړي لکه مهدي حسن، غلام علي، محمد رفیع، کیشور، لتا، آشا، جګجیت سېنګ، هاري هاران، سُنونېګم، خیال محمد او شاه ولي.
چینه: تاسو د پښتو شعر کوم ډول خوښوﺉ؟
هارون باچا: ما په ټولو صنفونو کې طبعه ازمایي کړې ده، غزل ویل مې زیات خوښیږي خو خپل فولکلور مې هم ویلې دی، خصوصاً ټپې ما د پښتو ټپې یو طرز په ۱۹۹۸ کال کې ریکارډ کړ چې د خرڅ ریکارډ یې جوړ کړ او په اردو کې د کراچۍ یو سندرغاړي هم ریکارډ کړې چې تلې تلې نو د هندوستان الطاف راجا ته ورسېدې. موسیقۍ کې مې وخت په وخت څه نورې تجربې هم کړي دي.
چینه: تاسو طرزونه په خپله جوړوﺉ که بل څوک درسره مرسته کوي او په خپلو سندرو کې مو کومه یوه ډېره خوښه ده؟
هارون باچا: اکثر طرزونه مې خپل دي او خپلې ټولې سندرې راته یو شان خوږې دي، دا بېله خبره ده چې ځینې سندرې د اورېدونکو زیاتې خوښې شي.
چینه: تاسې د سندرو ویلو لپاره څه ډول کلام غوره کوﺉ؟
هارون باچا: زه ګورم چې په کلام کې مقصدیات وي، د خپل وطن عظمت، د قام بېداري او د پښتني ننګ، پت او مینې ذکر پکې شوی وي.
چینه: په موسیقۍ کې خپل ځان څنګه احساسوﺉ؟
هارون باچا: زما خو ډېر مات ګوډ کوښښ دی. موسیقي کول ډېر ګران کار دی، ډېر وخت او ریاضت غواړي.
چینه: ستاسو په نظر یو څوک څنګه ښه سندرغاړې جوړېدلی شي؟
هارون باچا: هغه څوک چې قدرت پرې مهربانه شوی وي او د (سُر) او (لـَی) پېژندګلو ورته په فطري توګه ترلاسه وي. نور خو بس محنت دی چې څومره یې کوې نو هغومره خوند راوړي.
چینه: د پښتو موسیقۍ اوسنی پړاو څنګه ارزوﺉ؟
هارون باچا: زما په نظر نوي سندرغاړي (شارټ کټس) ګوري، نوې ټکنالوجې (کمپیوټر) ورته کار اسان کړی دی. محنت نه کوي او (کمرشلېزم) ښکار شوي دي.
چینه: کومو هېوادونو ته هنري سفرونه کړي دي؟
هارون باچا: د امریکا متحده ایالات، مالیزیا، د عربو متحده امارات، قطر او افغانستان ته مې هنري سفرونه کړي دي.
چینه: تاسې نن سبا د ژوند کولو دپاره امریکا ولې غوره کړی او هلته به د څومره وخت دپاره پاتې شئ؟
هارون باچا: تاسو ته پته ده چې زمونږ په خاوره اور بل دی. ترهګرو په تېره تېره زمونږ کلتور او موسیقۍ پسې راخیستې ده، زما خپل ژوند او فن ته خطره وه، نو دلته مې دا ځل د اوږد وخت پاتې کېدو اراده کړې ده. زه غواړم چې د موسیقۍ له لارې د مینې محبت او د امن دغه پیغام نړۍ ته ورسوم، کوم چې په اوسنیو حالاتو کې په وطن کې نه شم کولی. نیویارک کې مې یو کال تېر کړو، نن سبا په واشنګټن ډي سي کې د ازادې اروپا راډیو/ د ازادۍ راډیو د پښتو راډیو مشعل سره کار کوم چې دا به د ۲۰۱۰ کال د جنوري د ۱۵ نه په باقاعده توګه خپرونې پېل کړي.
چینه: ډېر ښه، خو نن سبا تاسو په کومو هنري چارو بوخت یاست؟
هارون باچا: ما لږې ورځې مخکې خپل نوی اډیو البم تیار کړ، هیله لرم چې ژر به مارکېټ ته راشي. ما ورته د (درمان) نوم خوښ کړی دی.
چینه: ښه را به شو د عادي ژوند لور ته، تاسو په کوم کال واده وکړ او واده ستاسو په خوښه ؤ که ستاسو د مور او پلار؟
هارون باچا: واده مې د ۲۰۰۱ کال په جنوري کې د خپلې ترور لور سره وکړ او زما خوښه پکې شامله وه.
چینه: که د بچیانو په اړه راته ووایې؟
هارون باچا: دوه زامن لرم. یو د اتو کالو دی او بل د شپږو.
چینه: په ژوند کې د څه سره مینه لرﺉ؟
هارون باچا: د خپلې کورنۍ او خپلې موسیقۍ سره.
چینه: کوم ډول خواړه مو خوښ دي؟
هارون باچا: وطني خواړه مې خوښ دي؟
چینه: د خوښې رنګ مو کوم دې؟
هارون باچا: د خوښې رنګ مې تور او خاورین دی.
چینه: په ژوند کې مو لویه هیله څه ده؟
هارون باچا: لویه هیله مې د خپلې ژبې او موسیقۍ خدمت دی.
چینه: تاسو نن سبا مسافر یې، نو په وطن کې مو څه شی ډېر یادیږی؟
هارون باچا: زما د نوي البم د یو غزل شعر دی؛

مسافر یم په وطن پسې مې زړه چوي
د یو ښکلي په دیدن پسې مې زړه چوي
چینه: ښاغلی هارون باچا ستاسو نه ډېره مننه چې د ډېرو مصروفیتونو سره سره مو مونږ ته وخت راکړ. که په پای کې پښتنو ته څه پېغام لرﺉ؟
هارون باچا: پښتانه باید یو موټی شي او د خپلې ژبې او خپل قام دپاره ډېر کار وکړي. د خدای بخښلي سیف الرحمن سلیم صیب شعر دی؛

زما ملګرو چې اوږه ورنکړو – هسې دا ژوند د تېرېدو نه دی

په مینه

No comments:

Post a Comment