January 9, 2010

ژوند او موخه


ژوند او موخه
محمد وزیر روان


د خپل ژوند کولو په اړه هره پرېکړه د یوه پراخ پوهاوي او ژورې څېړنې نه وروسته صورت مومي. وګړي هڅه کوي تر څو د حالاتو نه جاج واخلي ، هر اړخیزه معلومات ترلاسه کړي او د هر کار تر شا د هغه ښه او بد مشخص کړي، بیا وروسته د یو داسې پلان تابیا ونیسی تر څو تر زیاده بریده د هغوۍ په ګټه تمام شي.
ټول انسانان د یوې موخې په رڼا کښې د ژوند او د ژوند کولو په معنی کښې را ښکېل دي. ډیرو وګړو ته د ژوند کلمه ورکه او ناڅرګنده پدیده ده، خو لدې سره سره هر انسان د ژوند او د ژوند کولو له کړنو څخه په بېلا بېل ډول هیلې لري.
انسانان زیار باسي تر څو وکولاى شي خپلې هیلې او موخې لاسته راوړي، خو د نړۍ ډېر شمېر وګړي د خپلو موخو او هیلو په لاسته راوړلو کښې پاتې راغلي. له یوې خوا سره لدې چې داسی انسانان کمزوري بلل کیږي له بلې خوا دا پخپله د نا خوښ او خپه ژوند د درلودلو لوى لامل کېداى شي.
داچې ولې ډیر وګړي د خپلو موخو په لاسته راوړلو کې پاتې راځي، او وروسته د یوه ناخوښ ژوند په کړۍ کې بند پاتې کېږي او تر پايه ژوند ورته د خداى له لوري پر هغه تپل شوى ښکاري، چې دا پر خپل ځاى لاملونه لري.
دا لاملونه په خپل ذات کښې ډېره ساده بڼه لري او هر انسان کولای شي چې د ژوند یوه لویه برخه یې وګرځوي.
تر هاغه ځایه چی پوهیږو واقعیت د هوا بڼه لري او په هیڅ صورت نشو کولای چې دا بڼه يې بدله کړو، نو ددی پر ځای چې د واقعیتونو پر وړاندې مبارزه وکړو ښه به دا وي چې خپل ژوند روان کړو.
هر انسان باید خپل ژوند د یو ټاکلي او ښکاره تعریف په درلودو سره پر مخ بوزي، چې په لاندې ډول ورته اشاره کیږي:
لومړى: خپله موخه تعریف کړه.
دوهم: خپله موخه ورکه او په ناڅرګنده بڼه يې مه پرېږده څومره چې کولای شې ډېر په ساده شکل یې باید د خپلې راتلونکې په موخه وژباړئ.
دریم: په داسې یوه کړنلاره مخ ته لاړ شه چې وکولاى شې خپلې موخې ته پرې ورسېږې.
څلورم: هغه کړنلاره چې د موخې په خاطر یې عملي کوې مشخصه او روښانه يې کړه.
په پورتنیو ټکو په ټینګار سره دا هم باید ‌ذکر کړم چې ژوند سفر دی او هره برخه یې هم ځانته یو لنډ سفر دى خو په خپل ذات کې یو بشپړ دوران دى.

پوهېږم کله چې ستونزې له خپلې کچې زیاتې شي بیا له انتظار زياتې ناخوالې پېښوي. په داسې حال کې که شونې وي صبر وکړئ خو په هېڅ ډول هم تسليمېږئ مه، ځکه چې ژوند هسکې ټيټې لري او دا يو داسې حالت دى چې کله کله پېښېږي.
ډیر کسان ول چې ماتې يې وخوړلې په داسې حال کې چې په لږ مقاومت سره بریالي کیدای شول، یوازې هغو کسانو بریالیتوب پیژندلى چې تسلیم شوي ندي، که څه هم په ستونزو کې راښکېل ول خو هغوۍ یوازې او یوازې د رسېدو په فکر کې وو او هغه ځای ته رسېدل چی باید رسېدلي وای.
دیو ناپېژاند ليکوال لیک مې لوست هغه ژوند داسې بيان کړى وو:
( په ژوند کې تلل څومره سخت دي او له دې نه سخت داچې پښې دې ټپي وي او دسر خولۍ دې له ستونزو ډکه وي او بیا تر ټولو سخت داچې پدې هم پوه نشې چې چېرته روان یم).
ارومرو به بوښتنه وکړې چې څرنګه پوه شم، باید چېرته لاړشم؟
نه پوهېږم چې دا متل به مو اورېدلى وي او کنه:
داسې ویل کیږي چې یو سړی په یوه لویه دښته کې ورک شوی وو، او دمرستی چېغې یې وهلې چې ناڅاپه ګیدړه ورباندی پېښه شوه.
ګیدړې ور څخه وپوښتل چې کوم ځای ته ځې؟
سړي ورته وویل نه پوهېږم، ګیدړې په ځواب کې ورته وویل که داسې وي نو په تایې څه خاص فرق نشته چې کوم ځای ته لاړ شې فکر وکړه چې چېرته ځې، په کومو پښو ځې او په کوم لوري ځې، ځکه مسافر د پرديو په ښار کې له نقشې پرته ورکېږي.
له پورتنیو څرګندونو څخه داسې برېښي چې د ژوند مسیر مشخص کړئ او په دې باید پوه شئ چې د ژوند د مسیر موخه څه ده.
نو ډېر زیات ځير شئ چې څرنګه سترګۍ( عينکې) ستا په سترګو دي، د کوم رنګ بندیوان یې او کوم رنګ دې د ژوند د مسیر لپاره غوره کړى، غوسه، کرکه، جګړه، سوله، دوستي او که پخلاینه؟ آیا کله دې هم فکر کړی چې کوم یو دې غوره کړی او له کوم یوه څخه د استفادی په حال کې یې؟
مخکې له هر څه کولو مو خپله ستومانی وباسئ، چې له فکر څخه ګټه پورته کړﺉ او د ژوند ارمانونو ته مو ځان ورسوئ، نو تلوسه مه کوئ او له صبر و زغم څخه کار و اخلئ.


مخکې له هر څه کولو مو خپله ستومانی وباسئ، چې له فکر
څخه ګټه پورته کړﺉ او د ژوندهیلو ته مو ځانونه ورسوئ،
نو تلوسه مه کوئ او له صبر و زغم څخه کار واخلئ

No comments:

Post a Comment