January 9, 2010

افسوس


افسوس
محمد ابراهیم ماموند

دا زما درد زما كړا ۉ چــــرې د رما ن به شي
دا زما ژ وند زما د لبـــر زما د ځـــا ن به شي
***
هسې رغون به مې د ميـــــــنې په ما و لوروي
كه به يې د هیـلو سپرلی ونړي خـزان به شي
***
چې مې له پښـته نه نا پښته سكني زلمــــیان شو
ﻫسې ژوندوﻥ به شي احساس به شي افغان به شي
***
چرې خوشـــحاﻝ تورﻩپه لاﺱ ﺑﻪ بيـا په لارراشي
چرې مجنون به مې د ميـــنې ها رحما ن به شي
***
بل احـــــمد شا ه به د نړۍ كونـجونه و لړزوي
چرې بل ټنګ به شي غورز نګ به شي طوفان به شي
***
بـــيا پر ګودر به زرغونه ، نازو ، ملا له راشي
بېرته مې مشر ﺑﻪ پښتوﻥ شي ميرویس خاﻥ ﺑﻪ شـــي
***
هســــې په زړﻩ مې چا جادو کړی او دارې وهي
كه به کروړ مينـــــې ﺗﻪ سوررنګ پهلوان به شي
***
دا چې نن څـــــه كړنې او څه وينا ما نا يې دا ده
ماموندﻩ پښت ﺑﻪدې ناپښـت ورﮎ ﻟﻪجهانﺑﻪ شي

No comments:

Post a Comment