January 9, 2010

لنډکۍ کیسه - شپېلۍ


لنډکۍ کیسه: شپېلۍ
لیکوال: کفیل نیازی

روزه دین په خواږه خوب ویده ؤ چې مور یې غږ پرې وکړ: زرکه هله!

پاڅه زویه، چې ټولې مېږې مې خلاصې کړې، هله پاڅه

روزه دین چې په دواړو سترګو کې یې سوک واهه، له خوبه راپاڅېده. ها! ابۍ دادې زه راپاڅېدم، په منډه منډه یې مخ او لاسونه پرېمنځل. د مېږو ډانګ چې له سره به یې لاندې کېښوده، راواخیسته او شپېلۍ یې هم راواخیسته. مور یې د اوبو پیتکی او پنډکی ورکړ. روزه دین هم ډانګ په لاس، پیتکی او پنډکی یې له ملا وتړل او په مېږو پسې روان شو.
روزه دین به بس ټوله ورځ په همدې تېره کړه ـ ډرې ، ها خو، برګۍ، تورې، سپینې، پړکۍ ... پر هره مېږه یې بېل بېل نوم ایښې ؤ.
روزه دین به هر سهار وختی رمه د څړ لپاره غره ته بېوله او ماښام ناوخته به کور ته راستنېده، د ویده کېدو نه مخکې به یې بیا مېږو ته غله دانه ورکوله او بیا به ویده کېده.

د کوچیتوب ژوند ؤ همداسې تېرېده، د شپې ناوخته پورې به یې د پلار سره همدا حسابونه کول چې دومره مېږې دي، دومره یې سږکال وړۍ وکړې، سپینکۍ ناروغه ده، توره کۍ ښه مېږه ده او داسې نور نور...
شپېلۍ د روزه دین د ژوند هغه څیز ؤ چې خپل یوازېتوب به یې پرې هېراوه. روزه دین به چې ماښام ناوخته کور ته د راتګ په وخت کې شپېلۍ شروع کړه، تر ډېره لېرې به یې انګازې کولې. د روزه دین د شپېلۍ غږ د کلي ډېری ځوانانو او سپین ږیرو څه چې جینکیو هم پېژانده، روزه دین به کله هم چې شپېلۍ شروع کړه، د کلي ډېرو جینکو به دده سره په شپېلۍ کې سندره زمزمه کوله، نو هر ماښام به چې دی کور ته روانېدلو نو د پښتو دا ټپه چې:

د نیمو شپو سندرې خوند کړي
څوک به مین وي څوک به ورک له ملکه وینه

به یې خامخا په شپېلۍ کې زمزمه کوله. او له هغه پس به کور ته روان شو.

No comments:

Post a Comment