January 9, 2010

د یو پلار له خوا خپل ځــــــوۍ تــــه لیک

د یو پلار له خوا خپل ځــــــوۍ تــــه لیک

ليكوال: راجش ماني
ژباړن: محمد ابراهيم ماموند



!ګران پراناب
شل میاشتې وشوې چې دې نړۍ ته دې پښه کړه. کله چې ته ما په روغتون کې د لومړی ځل لپاره په خپلو لاسونو کې ونیوې، ستا ډېر کوچنی لاسونه بوګنېدل او ستا سترګې کلکې بندې وې. ستا کلک نیولي سوک ماته د ساینس هغه درس را په زړه کړ د کوم نه چې ما ستا د زړه د اندازې په اړه یو نظر واخیست. ته باید خپل لاس موټې کړې، تر څو زه ستا کوچنی زړه چې ستا په سینه کې درزیږي، تصور کړم. د پېداښت ابدي معجزه، کله چې زما د څرګندېدو وار ؤ، ما ژړل.
ستا د مور سره زما د واده ترمخه زما عادت ؤ چې په ناپایه ډول د خپلو ملګرو سره یوه پوښتنه مطرح کړم. هغه دا چې آیا په ریښتیا هم نړۍ ته د یو بل ژوند راوړل ارزښتناک دي؟ په داسې حال کې چې وېره زمونږ د ژوند د سرکس یوه تکراری موضوع ګرځېدلې ده.
کله چې ما ددغې چارشنبې په شپه تلویزیون کوت، یو ځل بیا دغه پوښتنه زما ذهن ته راغله چې آیا زه دې نړۍ ته ستا په راوړو په سمه وم که نه؟
دا زما د یو ځواب موندلو هڅه ده. زما په اند ستا د لویولو دوې لارې دي. یوه دا چې تا د انسانانو څخه په کرکه له تي واړوو چې ته به ذهن کې تر اسمانه جګ یو دېوال جوړ کړې او هر څه چې وینې، په کرکه به ورته ګورې. چې دا د وېرې نه د جلاوالی یوه لاره ده... د بې غرضه نارینتوب یو ډول.
دویمه لاره چې تا ددې نړۍ اوسېدو ته چمتو کړم، زویه! زه هغه ستا دپاره نشم تصور کولی، خو درته په یوه بې ثباته نړۍ کې د اوسېدو لار ښودلې شم. د خپل ځان سره تړون وکړه او په لاندې څیزونو ډېر ژر پوه شه.
څومره چې ژوند ارزښتناک دې، هومره نازک هم دې او هره ورځ یوه ډالۍ ده. د هرې ثانیې له تېرېدو خبر اوسه. هغه زمونږ د اپارتمان د دېوال په درز کې د بوټي نری ډنډر وګوره چې د لمر لاندې د ځای په لټه کې دی.
د مور له پخلي مننه کوه. د څښتن تعالی نعمت پرې ادا کوه... د کورنۍ سره په یوځای خوړلو ځان عادت کړه، نه! بلکه دا قاعده جوړه کړه. د کتابونو سره مینه کوه.
کلمې به تا له نړۍ لېرې یوسي. دا به تا خبر او تیار وساتي.
د خپل زړه منه! ذهن زړه نا زړه کېدلی شي خو زړه کله هم نه. د خپل ضمیر او وجدان درناوی کوه. دا د څښتن تعالی له لوري یوه سپېڅلې نښه ده.
کله چې لوۍ شې داسې دنده ولټوه چې ته ورسره مینه لرې. کله چې د شغل نړۍ ته ننوځې، ته به په غولۍ کې زبېښل کیږې خو خچ پچ کېږه مه! مونږ ټول انسانان یو، خو له دې راتاو زړه لرو، هېڅ به له لاسه ورنکړو. ځینې خیالونه به دړې وړې شي. ښه ژغورنه.
پېسې! دا مهمې دي، خو خپل ځای لري. دې ته په سر کې د ځای ورکولو غلطي مه کوه.
خپله مینه پېدا کړه! دا په ډېره ګرانه تر لاسه کړه او ټینګه یې ونیسه. ښه مېړه شه او یو ګالونکی پلار. خپلو بچیانو ته ددوۍ د غلطیو د سمون وخت ورکړه. خو کله چې دوۍ غورځیږی، ویې نیسه!
هغه وخت خبرې کوه کله چې یې باید وکړې، یانې داسې چې موږ یې خوښوو یا نه. موږ نن په ډیموکراسۍ کې اوسېږو، بېشکه چې نا اټکل شوې خطر به لري خو مثبت اړخونه یې هم مه هېروه. په ډیموکراسۍ کې ریښتنې جګړه د هېرولو او رایادولو تر منځ ده. ځه او رایه ورکوه. دا ستا موقع ده چې د ټولنې ډول ته داسې بڼه ورکړې چې ته په کې اوسېدل غواړې.
څک او ځیرک اوسه! هڅه کوه چې د وېرې په حالت کې و نه اوسې. که ته یو حالت کې ګېر شې لکه داسې چې څه درپېښ شي او مونږ باید تا دلاسه ورکړو نو چې تا مونږ ددومره ښکلو یادښتونو سره پرېښي یو چې زمونږ د پاتې کلونو لپاره بس وي. دا به هغه وخت پېښیږی چې ته هره ورځ داسې پېل کړې لکه هغه چې ستا د ژوند وروستۍ ورځ وی. که څه هم دا هېڅکله ستا مړینه نشی جبران کولې خو لږ تر لږه به مونږ ستا په مینه د خپل ژوند کولو وس پېده کړو.
پښېمانه کېږه مه. دا د ژوند هوډ ته ماتې ورکوی.
داسې انګېره چې زه تل په کار بوخت یم.
دا لیک زما دپاره هم د راویښېدو ناره ده!
په مینه ځویه
!

No comments:

Post a Comment