January 9, 2010

حمزه د پښتو غزل بابا

حمزه د پښتو غزل بابا
بشیر احمد کامران
ستا په اننګو کې د حـــــــــــــمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم


رښتیا هم حمزه بابا د پښتو غزل ته په خپل نبوغ او طبیعی استعداد سره یو نوی رنګ ورکړ، پښتو غزل د پخوا نه هم غښتلی او مضبوط ؤ او د پښتو ادب ډېر نومیالي شاعران د غزل په پنځونو کې لرلي دي. خو حمزه هغه څوک دی چې په پښتو شعر کې یې نوی سا پو کړه او له سره یې ورغاوه. حمزه د خپل ژور تخیل او په زړه پورې تغزل په مټ د پښتو د معاصر شعر خصوصاً غزل منارې جګې کړې، چې اوس خلک له لرې لرې نه ددې منارو ننداره کولای شي او ددې منارو ننداره ذوقمنو زړونه او سترګو ته نورانیت، ښکلا، مینه او لطف بخښي.
کله چې د پیر روښان په زمانه کې او له هغه نه په راوروسته زمانه کې په ادب کې د وحدت الوجود مسََـله ډېره ګرمه وه نو د هغه وخت شاعرانو او ادیبانو په تصوفي افکارو ډېر زور اچاوه خو ددغې مرحلې نه وروسته په پښتو شعر کې د بیان لطافت، نزاکت، نادرې استعارې او په زړه پورې اهنګونه رامنځ ته شول. که د پورته د یادؤ شو دورو د شاعرانو خصوصیات راجمع کړل شي او بیا د یو شاعر په شاعرۍ کې هماغه ټولې خوبیانې پېدا کړې شو نو هغه به یواځې یواځې د حمزه شاعري وي. یانې د حمزه په شعر کې تصوف، مینه، ښکلا او پښتونولي سره غاړه غړۍ دي. نورمحمد ځیګر د حمزه د ځانګړنو په هکله وایې: حمزه غزل ته نوي الفاظ، نوي اصطلاحات رنګیني، د بیان طرز، روانیت او تغزل وبخښل. پردی سربېره هغه غزل ته شرنګېدلي وزنونه او په زړه پورې ردیفونه پېدا کړل او د پښتو څڼه وربل یې په پوره ایماندارۍ سره وکړ. او په دې اړه په خپله وایی:
د پښتو څڼه وربل کې حمزه برخه هم زما شته
دا احساس به تل ژوندی وي په راتلونکو پښتنو کې

حمزه غزل ته داسې توکي ورکړل چې د هغه شاعري یې په تمامه مانا یوه پښتنه شاعري وګرځوله او غزل یې د پښتنولۍ په ګاڼه وپسوله چې کیدای شي د راتلونکو شاعرانو لپاره د الهام یوه منبع وګرځي. ځینو څیړونکو حمزه د اردو او فارسي د اوچتو شاعرانو سره په یو مقام کې درولې دی او دا په دې چې د حمزه په شاعرۍ کې هغه څه شته چې دغه شاعران یې لري. په دې اړه طاهر کلاچوی وایی: دا به بې ځایه نه وي چې زه حمزه ته د پښتو د خواجه حافظ او یا هم د میرزا غالب خطاب وکړم. هغه مینه، لطف او ښکلا په ډېرې استادۍ او هنر سره د فلسفې په رنګ کې رنګوي نو ځکه عام خلک کیدای شي د حمزه د شعر په مفهوم پوه نشي او د پوره زکاوت او او سلیقې خاوندان پرې پوهېدای شي. د حمزه په اړه ډاکټر راج ولي شاه خټک داسې لیکي: د حمزه د شاعرۍ اوچتوالې ددې خبرې نه جوتیږی چې خلک هغه ته د غزل بابا وایي او دا ورته ځکه وایي چې غزل یې د تکامل تر پولې ورساوه. لکه څنګه چې په فارسي کې به بل حافظ شېرازي پېدا نه شي، په اردو کې به بل غالب پېدا نشي همدا شان به پښتو کې د بل حمزه پېدا کېدل کېدای شي ناممکن وي. حمزه د فارسي او اردو ادبیاتو پراخه او ژوره مطالعه درلوده او له اردو یې پښتو ته ډیرې ژباړې کړېدي خو ددې سره سره د هغه په شاعرۍ کې د فارسي او اردو تأثیر هېڅ شتون نه لري.
یواځې په پښتو ادب کې هغه د خوشال بابا او کاظم خان شیدا نه تر یو څه ځایه اغېزمن ښکاري او دا خبره حمزه په خپله هم منلې ده. ځېنی څیړونکی بیا وایی چې حمزه بابا څه نا څه د اردو او یا هم د فارسي ژبې د شاعرانو څخه تر یوه حده متأثر دې او په دې اړوند د علامه اقبال ذکر کوي، ځکه حمزه د علامه اقبال دوه اثار ژباړلي دي او د هغه په ستاینه کې یې هم شعرونه ویلي دي.
د حمزه د غزل دوه مهم توکي تصوف او پښتونولي تشکیلوي. له یوې خوا هغه د علامه اقبال او رحمان بابا غوندې د تصوف په سمندر کې لامبو وهي او له بلې خوا د خوشال او علي خان غوندې د پښتنو د قامی وحدت او یووالی چیغې وهي. د خوشال برعکس حمزه هېڅکله ناامېده نه ښکاري، د هغه پیغام همېشه د امېد نه ډک دی. د هغه د شعرونو بحرونه کیدای شي لنډ او یا اوږده وي، د مختلفو قافیو او ردیفونو نه یې کار اخستلای وي، مختلفې تشبیې او استعارات یې کارولي وي خو د هغه پیغام او د شعر اصلي موضوع همېشه ثابته پاتې شوېده. په دې اړه فاروق شینواری لیکي: د حمزه نه مخکې په غزل کې اصلي موضوع ورکه وه، یواځې ښکلا وه چې په غزل یې راج کاوه او شاعرانو ښکلا د خپلو زاویو څخه کتله لاکن حمزه غزل ته موضوع وردننه کړه او هم یې پکې د پښتونولۍ عناصر وشیندل.
څېړونکی او لیکوال زرین انځور هم ددې نظره سره همغږی دی او وایی چې پښتو غزل د رحمان بابا، خوشال، علی خان او حمید بابا نه وروسته تنزل خوا ته روان ؤ، حمزه فکر وکړ که چېرته غزل ته موضوع وردننه نه کړای شي نو پښتو ادب به د زوال کندې ته وغورځي. تکړه کره کتونکي عبدالرحمان مجذوب د خوشال د شاعرۍ کمزوري اړخونه بیانوي او ادعا کوي چې دغه کمزوریانې د حمزه په شاعرۍ کې نه لیدل کیږي. مجذوب لیکی: د خوشال شاعري د جنسي تمایلاتو، مستۍ او عشق نه مالامال ده خو په ټولیزه توګه یې شعر نابشپړ او تصنعي رنګ لري، او آره موضوع پکې ورکه ده خو د حمزه په شاعرۍ کې چې کومه د محبت او ښکلا تذکره شوې ده نو هغه الهي رنګ لري. د هغه غزل په حقیقت کې غزل دی او د جوړښت او آرې موضوع له پلوه تکامل ته رسېدلی دی. همدا شان که مونږ د علي خان شاعرۍ ته وګورو نو هغه د تصوف له اړخه کمزوری ښکاري مګر تصوف د حمزه د شاعرۍ آره موضوع ګرځېدلې ده. یواځې حمزه دی چې پښتو غزل یې په پښو ودراوه او راتلونکو شاعرانو ته یې یو ځانګړې سبک پرېښوده، هغه راتلونکو شاعرانو د نوښت لاره وروښوده او د کلیشو څخه یې راوویستل.
په دې اړه پروفیسور پرېشان خټک داسې لیکي: حمزه چې د تخنیکي پلوه پښتو شاعرۍ ته کوم توکي ډالۍ کړيدي، پر هغو هیڅوک سترګې نه شي پټولای او دا یې ثابته کړه چې د پښتو غزل لمن ډیره زیاته پراخېدلې شي
.

تل به په لار د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم
يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم
وائي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زۀ به جنت ته دپښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې تپـې ته د جرګو ســـــــــــــــــــــــره ځم

No comments:

Post a Comment