January 9, 2010

زېری که تندر؟؟؟

زېری که تندر؟؟؟
2010-01-09 03:22:18
زېری؟؟؟

ټولو پښتو ضد وګړو او بې احساسه پښتنو ته خبر ورکول کېږي چې ستاسو دخوښې سره سم د پښتو د له منځه وړلو هيلې لا هم پراخه شوې٠
ستاسو لپاره دغه بريا هغه وخت راپورته شوه چې ستاسو همنظره د ولسي جرګې استازو پښتو ضد وزير ته د باور رايه ورکړه، نو له دغې بريا خوند واخلئ او خپل استازي نور هم ونازوئ٠ څرګنده دې وي چې د دغې بريا وياړ د هېواد د ولسمشر په برخه دی٠
پټه دې پاتې نه وي چې د رښتينو پښتنو لپاره د وير او ماتم شېبې دي او د دوۍ د پښتني ننګ، پت او غيرت ازموينه ده٠ په دغې ازموينه کې د دوۍ بريا د پښتو د بقا په مانا ده او د دوۍ ناکامي د پښتو د له منځه تللو مانا لري٠
نو له دې امله له هرهغه چا څخه چې په رګونو کې يې پښتنه وينه وي او پښتنې مور شيدي ورکړي وي په درنښت هيله کېږي چې دخپل ځان او خپلې ژبې دفاع ته راپورته شي او د پښتني ننګ، پت او غيرت ساتنه وکړي٠
!په مينه

No comments:

Post a Comment